slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د خوست ولایت مرستیال والي مولوي محبوب شاه قانت له رسنیوسره په مرکه کې ویلي، چې د اسلامي امارت د مشرتابه له فرمان سره سم به په نږدې راتلونکي کې د یاد ولایت په هغو ولسوالیو کې چې د ډیورند فرضي کرښې ته نږدې پرتې دي، په لسګونه پروژو کار پيل شي.

ښاغلي قانت څرګنده کړې، چې دغه پروژې به په سړکونو، پلونو، پاکو اوبو، کلینیکونو او یو شمېر نورو برخو کې تطبیق شي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې ورته سلګونه پروژې د هېواد په یو شمېر هغو ولایتونو کې عملي شوي دي، چې د ډیورند فرضي کرښې ته نږدې موقعیت لري.

ياده دې وي، چې د لرې پرتو سیمو د خلکو لپاره د اساسي خدمتونو برابرول د اسلامي امارت له مهمو لومړیتوبونو څخه شمېرل کېږي.