مالیې وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د اقینې ګمرک لپاره د موټرو نوی تم ځای جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست له لوري د فاریاب ولایت په اقینه ښار کې د موټرونو یو عصري تم ځای د شاوخوا ۲۹ میلیونه افغانیو په لګښت جوړ او نن ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
یاد تم ځای، چې په ۵.۵ جریبه ځمکه کې جوړ شوی، په اساسي ډول کانکریټ شوی او پکې شنه ساحه، د اوبو ویالې او د برېښنا مجهز سیستم هم برابر شوی دی. دغه تم ځای په یو وخت کې د ۹۰ بار وړونکو موټرونو د درېدو ظرفیت لري.
د دې نوې ودانۍ له جوړېدو سره به د موټر چلوونکو، سوداګرو او د ګمرک کارکوونکو لپاره د سوداګریزو توکو د تشرېح او تنظیم په برخه کې پام وړ اسانتیاوې رامنځته شي.
دا پروژه د مالیې وزارت د پراختیایي بودیجې له لارې تمویل شوې، او عملي چارې یې د یوه افغاني ساختماني شرکت له خوا په نږدې یوه کال کې بشپړې شوې دي.