د کورنیو چارو وزارت سرپرست د ياد وزارت اړوند ادارو له رئیسانو سره وکتل
په پیل کې د کورنیو چارو وزارت سر یاور مولوي عبدالرحیم ثاقب د دې ناستې ترسره کېدو موخه د وزارت په کچه له رييسانو سره د چارو څار، د اداري کار کوونکو ترمنځ سالمې همغږۍ رامنځته کېدل، هېوادوالو ته د چارو ترسراوي په برخه کې د لازمو آسانتیاوو او سالمې همغږۍ رامنځته کېدل یاد کړل. خلیفه صاحب دې ناستې ته په وینا کې د دغه وزارت اداري کار کوونکو له لوري ولس سره ښه چلند او په ښه توګه د چوپړتیاوو ترسره کېدل وستایل، په وینا یې سره له دې چې د چارو ترسراوي په برخه جدي نیمګړتیا نه لیدل کیږي، خو د لا ښه ترسراوي په یې موخه یې پر لا هڅو ټینګار و کړ. د خلیفه صاحب په وینا مسؤل ادارت باید د نویو تشکیلاتو د ګمارنې په لړۍ کې په بشپړه توګه روڼتیا په پام کې و نیسي او کار د کار اهل ته و سپاري، دغه راز زیاته یې کړه چې اړوند مسوولین باید د راتلونکي کال تشکیلاتو ته بشپړ چمتووالی ولري. ښاغلي حقاني له خلکو سره پر ښه چلند ټینګار و کړ او په خبره یې مسوولین باید خپلو چارو ته پام وکړي او پر وخت خپلو ورسپارل شویو دندو ته رسیدنه و کړي. د سرپرست وزیر په وینا د اسلامي امارت په چوکاټ کې شاملیدل او هېوادوالو ته چوپړ کول پر ویاړ سربېره د دنیا او آخرت د بریا وسیله ګرځېدلې ده. که څه هم ډېرو خلکو د هېواد او ملت په نوم سياست وکړ، خو و نه توانیدل چې هېواد ته رښتینی خدمت و کړي. خلیفه صاحب د سپارښتنې په بڼه وویل: اسلام د اعتدال دین دی او تاسو باید له خلکو سره د سختۍ پر ځای نرم چلند و کړئ. په وینا یې ټول کار کوونکي باید خپل صورت او سیرت په اسلامی اخلاقو سمبال کړي او مسوولیت ته باید د ملکیت په توګه نه بلکې د امانت په توګه و کتل شي، او د یووالي په شتون کې د ښه خادم په توګه، موجوده قواعدو ته په پام خپله چارې ترسره او د مشرانو احکام او فرامین پر ځان او نورو هېوادوالو تطبیق کړئ. په دغه ناسته کې د کورنیو چارو وزارت اداري مرستیال مولوي نور جلال جلالي هم خبرې وکړې او زياته يې کړه: پر وخت چارو ته رسیدل، له خلکو سره ښه چلند او تعامل د نظام د پایښت ضمانت کوي، ښاغلي جلالي هم له مسوولینو و غوښتل چې له مامورینو سره ښه چلند او مامورین باید به بشپړه توګه د خپلو مشرانو اطاعات و کړي. همداراز د کورنيو چارو وزارت اړوند د جرمونو کشف لوی رياست رييس مولوي سلطان مفکر د ياد وزارت د رييسانو په استازولۍ خبرې وکړې او ډاډ يې ورکړ چې د ښې حکومتولۍ په برخه کې به تر پخوا خپلې هڅې ګړندۍ کړي.