ننګرهار پوهنې ریاست؛ د ښونځیو لپاره د نویو ښوونکو د جذب ازموینې پیل شوې دي.
د هېواد د پوهنې وزارت رسنیو ته ویلي، چې د دې وزارت د نوې کړنلارې له مخې یې په ننګرهار کې له ۲۰۰ زیات بستونه د ازادې ازموینې لپاره اعلان کړې دي. د ننګرهار د پوهنې ریاست وايي چې د دې ولایت بېلابېلو ولسوالیو ته یې ۲۳۶خالي بستونه اعلان ته سپارلي وو، چې لړۍ يې پرون پیل شوې.
دې بستونو ته ۵۳۷۵کسانو نوملیکنه کړې، چې له دې ډلې به يې ۲۳۶ تنه د لوړو نمرو په ترلاسه کولو د ننګرهار ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د ښونکو په توګه خدمت پیل کړي.