slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د کاناډا لومړي وزیر مارک کارني وايي چې هیواد یې پلان لري د سپتمبر په میاشت کې د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د فلسطین دولت  په رسمیت د پیژندلو اقدام وکړي، خو دا پیژندنه د څو مشخصو شرایطو سره تړلې ده.

کارني وايي چې د فلسطین د دولت په رسمیت پیژندنه به یوازې د هغه وخت عملي شي چې فلسطیني اداره بنسټیز اصلاحات وکړي، په ۲۰۲۶ کال کې عمومي ټاکنې پرته له حماس څخه ترسره کړي، او حکومت بشپړ بې وسلې شي. د کاناډا د لومړي وزیر د دفتر په وینا، کارني د فرانسې د ولسمشر ایمانویل مکرون په مشرۍ د منځني ختیځ د وضعیت په اړه په یوه مجازی غونډه کې ګډون وروسته دا شرایط اعلان کړي.

د کارني په وینا، کاناډا د فلسطین او اسراییلو د شخړې د حل لپاره د دوو دولتونو د حل ملاتړ کوي او غواړي چې د فلسطین دولت ډیموکراتیک او ملکي وي. دغه دریځ چې لومړی ځل په جولای کې وړاندې شوی و، اوس د فرانسې، بریتانیا او آسټرالیا لخوا هم ملاتړ شوی دی، او تمه کیږي نور هیوادونه به هم د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په راتلونکې غونډه کې ورته دریځ اختیار کړي.