اسلامقلعه کې د امنیتي ځواکونو ۲۴ ساعته خدمتونه روان دي.
اسلامقلعه پوله کې مېشت امنیتي ځواکونه د ۲۴ ساعته خدمتونو له مخې خپلې دندې پر مخ وړي. د دوی فعالیتونه د امنیت ټینګښت ترڅنګ په بېلابېلو برخو کې د خلکو خدمت ته ځانګړې شوې دي.
دغه خدمتونه د اسنادو د طی مراحل کولو، صحي مرکزونو ته د ناروغانو انتقال، ښار ته د کډوالو انتقال، د ګرمو خوړو ویش او د اداري چارو د بهیر آسانتیا رانغاړي. امنیتي مسئولین ټینګار کوي چې دا ګامونه د مؤثرې خدمترسونې او خلکو ته د چټک ځواب ویلو په موخه اخیستل شوي دي.
د هرات ولایت چارواکي په دې باور دي چې د امنیتي ځواکونو دغه دوامداره هڅې به د سیمې په امنیت او د خلکو په ژوند کې د ښه والي لپاره مهم اغېز ولري.