slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د فوټبال ملي فدراسیون له لوري په کابل کې ۲۶ تنو روزونکو ته د آسيا فوټبال کنفدراسيون  B  درجه روزنيز کورس پيل شو، چې لس ورځې به دوام وکړي.

دغه روزنيز کورس د (AFC)  اسيا فوټبال کنفدراسيون رسمي مدرس محمد يوسف کارګر تر څارنې لاندې په نظري او عملي ډول پيل شو، چې په کې به د فوټبال اساسي مفاهيم او کليدي اصول، فني او تخنيکي مهارتونه او د روزونکو بدني او رواني چمتوالي اړوند موضوعات تدريس شي.

د ياد کورس د پيل په مراسمو کې د المپيک، بدني روزنې او ورزش فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ، د فوټبال ملي فدراسیون رئيس محمد يوسف کارګر، په اريانا تلويزيون کې د افغان بيسيم مخابراتي شبکې رئيس علي قاسمي، ګډون کوونکو روزونکو او د فوټبال ملي فدراسیون غړو ګډون کړی وو.

په دغو مراسمو کې د ورزش ادارې فني او مسلکي مرستیال محترم ځدراڼ روزونکو ته دښه راغلاست ترڅنګ د دغه ډول کورسونو په ترسراوي خوښي څرګنده کړه او ياد کورسونه يې د روزونکو د ظرفيت لوړولو لپاره ګټور ياد کړل.

همدارنګه د فوټبال ملي فدراسیون رئيس محمد يوسف کارګر په خپلو خبرو کې د دغه پړاو کورس په اهميت ټينګار وکړ او د روزونکو د فني پوهې د ارزښت په لوړوالي او د هېواد د فوټبال برخې د هدفونو د څېړنې لپاره مثبت ګام وباله.

د ياد کورس موخه د داخلي روزونکو غښتلي کولو، د فني پوهې لوړولو او د فوټبال اساسي او علمي مفاهيمو سره بلدتيا دی.