د پاکستان لومړی وزیر به د ملګرو ملتونو په غونډه کې له امریکا ولسمشر سره وګوري.
پاکستاني رسنۍ راپور ورکړی چې د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف به د سپټمبر پر ۲۵مه د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډه کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره کتنه ولري.
د راپورونو له مخې، په دې لیدنه کې به د پاکستان د پوځ مشر، عاصم منیر، هم ګډون ولري. دغه لیدنه د سعودي عربستان او قطر په مشوره او ملاتړ کېږي.
یاده لیدنه کې به د پاکستان او هند پر اړیکو او نورو مهمو سیمهییزو موضوعاتو خبرې وشي.