همدارنګه په اسیایي سیالیو کې محمد سخي زاده په ۷۷ کیلو ګرامه وزن کې ۳ پرلپسې سیالۍ وګټلې او د نقرې مډال ګټونکی شو او بلال رحماني او محمد منیر نبي زاده هر یو په ۷۱ او ۶۰ کیلو ګرامه وزن کې د برنزو مډالونه وګټل.
دغه سیالۍ د ۲۲ هېوادونو په ګډون د اوزبیکستان په کوربهتوب په نکوس ښار کې د روانې هجري میاشتې پر ۷مه پیل شوې وې او نن پای ته ورسېدې.