slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د عراق د ټاکنو خپلواک کمېسیون  نوې پایلې اعلان کړې دي. د یاد کمېسیون په وینا، د لومړي وزیر محمد شیاع السوداني په مشرتابه د «دولت» سیاسي ائتلاف د پارلماني ټاکنو په لومړیو پایلو کې مخکې دی. دا ائتلاف له یو میلیون او ۳۰۰ زرو څخه ډېرې رایې ترلاسه کړې دي، چې دا یې د نورو سیاسي ډلو پر وړاندې په مخکښ دریځ کې دروي.

عراقیانو د لړم میاشتې په ۲۰مه نېټه خپلې رایې ورکړې. د کمېسیون د معلوماتو له مخې، د رایې اچونې عمومي ګډون ۵۵ سلنه و، چې د پخوانیو ټاکنو په پرتله یو څه ټیټ بلل کېږي.

رویټرز هم راپور ورکړی، چې د ټاکنو د ورځې تر غرمې پورې د ګډون کچه یوازې ۲۳ سلنه وه، خو وروسته دا شمېر لوړ شو. د ټاکنو کمېسیون وایي، وروستۍ پایلې به د رایو له بشپړ شمېرنې وروسته اعلان شي.