د خوست څېړنیز فارم د غنمو شپږ ډولونه اصلاح شوي تخمونه تولید کړي.
د خوست د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست خبر ورکوي چې د دې ولایت جوارسل څېړنیز فارم د څېړنو عمومي مدیریت د غنمو شپږ ډوله اصلاح شوي تخمونه تولید کړي دي.
د ریاست د مطبوعاتي دفتر په وینا، دغه تخمونه د کرنیزو حاصلاتو د زیاتوالي، د ناروغیو پر وړاندې د لوړ مقاومت او د بزګرانو د اقتصادي وضعیت د پیاوړتیا په هدف برابر شوي دي.
مسوولین زیاتوي، چې یاد اصلاح شوي تخمونه به د کروندګرو لپاره د معیاري او باکیفیته تخمونو د برابرولو ترڅنګ، د کرنې د پراختیا، د خوړو د خوندیتوب او د کروندګرو د عایداتو په لوړولو کې اغېزناک تمام شي.
ویل کېږي چې د کرنې ریاست د اصلاح شويو تخمونو د تولید پروسه په ځانګړي ډول تعقیبوي او هڅه کوي چې د اړتیا وړ کرنیز تخمونه له داخلي سرچینو څخه برابر کړي.