slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت یو لوړپوړی پلاوی د دغه وزارت د مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ د ترکیې د کرنې او ځنګلونو د څېړنو له لوی ریاست څخه لیدنه وکړه او له مسؤلینو سره یې د ګډو همکاریو پر څرنګوالي بحث وکړ.

د کرنې وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې کتنه کې دواړو لورو د کرنې او ځنګلونو په بېلابېلو برخو کې د تجربو د تبادلې، څېړنو او تخنیکي همکاریو په اړه نظرونه شریک کړل.

د ترکیې د کرنې او ځنګلونو د څېړنو لوی رئیس د خبرو پر مهال وویل، چې دغه اداره چمتو ده له افغانستان سره په ټولو اړوندو برخو کې همکاري وکړي. نوموړي ټینګار وکړ، چې د ترکیې څېړنیز مرکزونه د نوې ټکنالوژۍ د ودې او د طبیعي سرچینو د ساتنې په برخه کې مهم رول لري او کولی شي افغانستان ته عملي ګټه ورسوي.

په همدې مهال د افغانستان د کرنې او مالدارۍ مرستیال د کرنیزو څېړنو د پراختیا، د تخنیکي ظرفیتونو د لوړولو او د طبیعي سرچینو د اغېزمن مدیریت پر اړتیا ټینګار وکړ. هغه هیله څرګنده کړه، چې د دواړو هېوادونو همکارۍ به د افغانستان کرنیز سکتور پیاوړی او د تلپاتې ودې سبب شي.

د یادونې ده چې د ترکیې د کرنې او ځنګلونو د څېړنو لوی ریاست د دغه هېواد له مخکښو علمي بنسټونو ګڼل کېږي، چې په سیمه کې د کرنیزو څېړنو او نوښتونو یوه مهمه مرجع ده.