د کورنیو چارو وزیر د پولیسو ځانګړو ځواکونو روزنیز سمینار په پای غونډه کې ګډون وکړ
د کورنیو چارو وزیر محترم خلیفه سراج الدین حقاني د پولیسو ځانګړو ځواکونو مرکزي قوماندانۍ کې د یادو قطعاتو ولایتي او مرکزي مسؤلینو لپاره د خاصو عملياتو، اپراتيفي مهارتونو او ظرفيت لوړونې په موخه جوړ شوي سمینار په پای غونډه کې ګډون وکړ
په غونډه کې د پولیسو ځانګړو قطعاتو لوی قوماندان پاسوال امین جان فتح الله خلیفه صاحب ته د ښه راغلاست ترڅنګ د ځانګړو قطعاتو لاسته راوړنې او د سمینار په اړه معلومات وړاندې کړل. نوموړي ټینګار وکړ چې د مشرانو پاملرنه او د کشرانو اطاعت ددې لامل شوی چې یاد ځواکونه په امنیتي برخه کې مهمې لاسته راوړنې ولري.
د غونډې په جریان کې، خلیفه صاحب د هېواد په کچه د خوندي او ډاډمن امنیت په برخه کې د ځانګړو ځواکونو هڅې وستایلې او یادونه یې وکړه چې د ځانګړو ځواکونو وړتیا او لاسته راوړنو ته نه یوازې دوستان بلکې دښمن هم اعتراف کوي.
همدارنګه خلیفه صاحب د ځانګړو قطعاتو مسؤلینو ته سپارښتنه وکړه چې په خپلو دندو کې له هېوادوالو سره په چلند کې اخلاص، عاجزي او احتیاط رعایت کړي او د اسلامي نظام د بقا لپاره له خپلو جسماني او باطني وړتیاوو څخه ګټه واخلي.


