slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د غزني ولایت د واغظ ولسوالۍ امنیتي ځواکونو ته د رسمي نظامي یونیفورم ویش د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې ترسره شو.

یاد مراسم د امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان د پلي کولو، د کورنیو چارو وزارت د هدایت او د غزني امنیه قوماندانۍ د رهبریت د وړاندیز پر بنسټ ترسره شول، چې پکې ټولو نظامي جزو تامونو ته یونیفورمونه وویشل شول.

د مراسمو پر مهال د واغظ امنیه قوماندان محترم آمین حیدري وینا وکړه، او ویې ویل چې "د یونیفورم اغوستل یو مهم نظم رامنځته کوي، د امر اطاعت څرګندوي او له دې سره به امنیتي ځواکونه له ولسي وګړو څخه په اسانۍ سره توپیر ولري، چې دا چاره به د خلکو په خدمت کې لا زیات شفافیت او اغېزمنتیا راولي."

ښاغلي حیدري ټولو مجاهدینو ته سپارښتنه وکړه، چې له دې وروسته دې خپله رسمي دنده د یونیفورم په اغوستلو سره پیل کړي.

چارواکي وایي، چې دا نوښت به د امنیتي ځواکونو د مسلکي چلند او ملي نظم د ټینګښت لپاره مهم ګام وي.