slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د ریاست الوزرا دفتر وايي چې د حکومت اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د تلې پر لومړۍ نېټه د فراه ولایت له یو شمېر علماوو او قومي مشرانو سره وکتل.

په دې لیدنه کې د فراه استازو اقتصادي مرستیال ته د اوبو کمښت، د برېښنا نشتوالی او د ترانسپورټي ستونزو په اړه خپلې غوښتنې وړاندې کړې.

د سرچینې په حواله د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال اړوندو وزارتونو او ادارو ته سپارښتنه وکړه چې د امکاناتو تر حده د دغو ستونزو د حل لپاره عملي ګامونه پورته کړي.

ورته مهال، مسؤلینو ډاډ ورکړی چې ډېر ژر به د بخش‌آباد خاکي بند او د فراه ښار له مرکز تر فراه‌رود پورې د سړک د جوړولو چارې پیل شي. هغوی زیاته کړې چې د وارداتي برېښنا د برابرولو ترڅنګ به هڅه وشي د خصوصي سکتور په همکارۍ د لمریزې برېښنا د تولید لپاره پانګونې ته لاره هواره شي.