فراه کې د ناسمو رواجونو د اصلاح په موخه ځانګړې کمېټه جوړه شوې.
فراه ولایت مقام په یوې خبرپاڼه پولیس راډیو ته ویلي چې په دې ولایت کې د خلکو د ټولنیزو رواجونو سمون او د ناسمو دودونو د مخنیوي په موخه ځانګړې کمیټه جوړه شوې.
د خبر په حواله د دې کمیټې لومړۍ غونډه د فراه د مرستیال والي الحاج مولوي رحیم الله "محمود" په مشرۍ د ولایت مقام په معاونیت کې شوې، چې پکې د اړوندو ادارو مسؤلینو ګډون کړی وو.
غونډه کې د ولایت مقام د دفتر رئیس رحمت الله "غورځنګ" د کمیټې غړي په ګوته کړل او ګډونوالو ته د مشرتابه حفظه الله تعالی اړوند فرمان او تګلاره وویشل شوه.
یاده کمیټه به په ځانګړي ډول د ودونو، خوښیو، د حج او عمرې څخه د راستنېدنې، او همدارنګه د مصیبتونو پر مهال د هغو رواجونو مخه نیسي چې د شریعت او اسلامي ارزښتونو خلاف وي.