سرچینې؛ ټاکل شوې چې سبا په بادغیس او نیمروز کې پر درېیو قاتلانو د قصاص شرعي حد جاري شي.
د بادغیس او نيمروز ولايتونو وياندويانو په بيلابيلو خبرپاڼو کې رسنیو ته ویلي، چې سبا د جمعې پر ورځ (د ۱۴۴۶/۱۰/۱۳ نېټه) په دې ولايتونو کې د اسلامي شريعت احکامو د تنفيذ او تطبيق په لړ کې د اسلامي امارت د قضایي ارګانونو له لوري پر قاتلينو د قصاص حد تطبیقېږي.
ټاکل شوې چې په دې مراسمو کې پر دوو تنو په بادغیس او پر یوه تن په نیمروز کې د قصاص حد جاري شي. یاده دې وي چې د قصاص حکم د جاري کيدلو ځای ته د اصلحې، ځيرک موبایلونو او دانځور اخيستلو وسايلو د وړلو څخه په کلکه توګه منعه ياده شوې ده.
#پولیس_راډیو