عدليې وزارت؛ په مرکز او ولایاتو کې مو د کورونو د کرایو د کنټرول لپاره ساحوي ټیمونه ګومارلي دي.
د افغانستان اسلامي امارت د عدلیې وزارت وايي، چې د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې په پلازمېنه کابل کې د نظارت لپاره ساحوي ډلې ګومارلي دي. په دغو ډلو کې د عدلیې وزارت، د کور او ښار جوړولو وزارت، د امنیې قوماندانۍ، د استخباراتو ریاست، ښاروالۍ او نورو اړوندو ادارو استازي شامل دي او د چهارشنبې له ورځې یې رسماً خپل کار پيل کړی دی.
د عدلیې وزارت د مطبوعاتي خبرپاڼې له مخې، دغه پرېکړې د عدلیې وزارت د مسلکي معین مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ او د یادو ادارو د استازو په ګډون د ناستو په لړۍ کې وروستۍ شوې دي. په دغو ناستو کې د کورونو د کرایې د ټاکل شویو اصولو د عملي کولو لارې چارې څېړل شوې او د ساحوي څار لپاره ټیمونه جوړ شوي.
په پرېکړو کې ټینګار شوی، چې د معاملاتو لارښوونې دفترونه باید د کورونو کرایې د ۱۴۰۳ کال په پرتله له ۱۰ سلنې زیات نه کړي. د سرغړونې په صورت کې به د مسؤلو دفترونو او مالکینو پر وړاندې قانوني ګامونه پورته شي.
همدارنګه ویل شوي، چې هغه کرایوي قراردادونه چې په سپین کاغذ یا غیر رسمي پاڼو کې لیکل شوي وي، اعتبار نه لري او د ترلاسه کېدو پر مهال به یې عاملین قانون ته ځواب وايي.
د کورونو د کرایې د کنټرول ګډه کمېټه په مرکز کې د عدلیې وزارت او په ولایتونو کې د عدلیې ریاستونو تر مشرۍ لاندې فعالیت کوي. یاده کمېټه د کرایې د لوړېدو او غیر رسمي قراردادونو پر وړاندې د جدي چلند خبره کوي.