د بادغیس مرکز قلعه نو ښار کې درې تنه د کورونو څخه د غلاګانو په تور نيول شوي.
د بادغیس ولایت مرکز قلعه نو ښار اړونده د څلورمې امنیتي حوزې امنیتي ځواکونو د يولړ تعقيبي عملياتو په پايله کې درې تنه په دې تور نيولى چې د اخترو په ورځو کې د فرصت څخه په استفادې د هغه کورنيو د کورونو يو شمېر توکي غلاکړي وو، چې د يادو کورنيو وګړي د اختر په رخصتيو کې مېلو ته تللي وو.
ياد غلاشوي توکي به بېرته خپلو اصلي څښتنانو ته وسپارل شي. د تورنو کسانو قضیې اړونده قضايي ارګانونو ته سپارل شوي.