نوموړي پر خپل اکس پاڼه ليکلي، چې د تازه ټاکنو له مخې؛ د سترې محکمې مخکېنی قضائي معاون او د جنوب لوېدیځ زون د تمیز عالي ریاست رئیس شیخ سردار محمد ابو الفیضان د سترې محکمې د نظامي معاون په توګه، د مرکزي دار الإفتاء لوی ریاست مخکېنی رئیس شیخ نور ﷲ منیر؛ د سترې محکمې د قضائي معاون په توګه، د پوهنې وزارت د ښوونکو د روزنې او عمومي تعلیماتو مخکېنی معین شیخ سخاء ﷲ سعید د سترې محکمې د اداري او مالي معاون په توګه، د سترې محکمې مخکېنی اداري او مالي معاون شیخ عبد المالک حقاني د پوهنې وزارت د ښوونکو د روزنې او عمومي تعلیماتو د معین په توګه، د سترې محکمې مخکېنی نظامي معاون شیخ خیر جان خیرخواه؛ د مرکزي دار الإفتاء لوی ریاست د رئیس په توګه، د جنوب لوېدیځ زون تمیز ریاست د جزاء دیوان مخکېنی رئیس مولوي شراف الدین یاسیني؛ د همدې زون تمیز د رئیس په توګه ګومارل شوي دي.
ښاغلي مجاهد يادو کسانو ته د ﷲ (جل جلاله) له دربار څخه د اسلام د سپېڅلي شریعت په رڼا کې د ورسپارل شویو چارو په ترسره کولو کې د توفیق غوښتنه کړې ده.