slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د امریکایي رسنیو د راپورونو پر بنسټ، په لاس نجلس کې د ولایتي پولیسو یا شېریف ادارې په یوه روزنیز مرکز کې د چاودنې په ترڅ کې درې افسران وژل شوي دي. د دغې ادارې مشر رابرټ لونا هم دا شمېره تایید کړې؛ خو په دې تړاو یې د نورو جزییاتو له وړاندې کولو ډډه کړې ده.

نوموړی وایي، د دې پېښې سیمه اوس د نورو پلټنو لپاره خوندي ده او څېړنې روانې دي. د لاس انجلس ټایمز ورځپانې د راپور له‌مخې، چاودنه هغه مهال رامنځته شوې چې د بمونو شنډولو یوې ډلې چاودېدونکي توکي لېږدول. د نوموړې ادارې مشر لونا بیا دا ادعا نه ده تایید کړې.