د کډوالو چارو وزیر په دوو جلا ناستو کې د ننګرهار له علماوو سره لیدلي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر په جلا جلا ناستو کې د ننګرهار او بغلان ولایتونو له علمای کرامو او قومي مخورو سره وکتل.
د پیل په ناسته کې د بغلان قومي مخورو، له ولسونو سره د اسلامي امارت د مشرانو د همکارۍ ستاینه کړې او ویلي یې دي، چې د حکومت لخوا د ولس وړاندېزونو ته رسېدنه د خلکو د خوښۍ سبب شوې ده.
دوی پخپلو سیمو کې د یو شمېر پراختیايي چارو پيل ته په اشارې سره له اسلامي امارت څخه غوښتي، چې د بغلان په جري خشک کې د جامع جومات جوړولو ته مالي امکانات ځانګړي کړي.
همدارنګه د ننګرهار د اچین، غني خيلو او سپین غر ولسوالیو قومي مشرانو او علماوو پر هېواد د بهرنیانو وروستی یرغل او جګړې د ولس د اقتصاد د خرابېدو سبب ګڼلې او ویلي یې دي، چې اسلامي امارت دې د بېوزلو او شهیدانو له کورنیو سره مرستې وکړي.
دې قومي مخورو او مشرانو د ځینو حکومتي چارو په هکله خپل نظرونه او مشورې له محترم وزیر سره شریکې کړې دي.
مولوي عبدالکبیر راغلو قومي مخورو او علماوو ته د ښه راغلاست تر څنګ ویلي، چې له توپير پرته د هرې سیمې د وګړو وړاندېزونه اورېدل کېږي او اسلامي امارت هم د خلکو د غوښتنو پر بنسټ عامه پروژې پلي کوي.
نوموړي زیاته کړې، چې اسلامي امارت د ولس ګډ کور دی او حکومت د خپلو چارو پر مخ وړلو لپاره د خلکو مشورو او مثبتو نظروتو ته اړتیا لري.
دغهراز یادونه یې کړې، چې د ناستو په لړ کې شریکو شویو وړاندېزونو ته د رسیدنې په موخه به له ممکنو شرعي لارو څخه هڅې وکړي.