slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

همدا نن ( ۱۴۴۶/۱۱/۱۲ ھ ق) د میدان وردګو ولایت سیدآباد ولسوالۍ اړوند د کابل _ کندهار پر لويه لار د سالارو او د مملو په سيمو کې ترافيکي پېښې رامنځته شوې چې پکې څلورو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

یادې ترافيکي پيښې نن مازديګر مهال رامنځته شوې دي، چې لومړنۍ پېښه د سالارو په سيمه کې ټوډي ډوله موټر يو ماشوم د سرک نه د تېریدو پرمهال وهلی او د يادې سیمې په روغتون کې یې ژوند له لاسه ورکړی دی او همدارنګه دوهمه پېښه د مملو په سیمه کې د فلډر ډوله موټر د تېز رفتارۍ او د ډرېور د بې احتياطۍ له امله د سړک څخه وتلی او چپه شوی چې پکې دری کسان ټپيان شوي دي.

په دغه پېښو کې ژوبل شوي کسان د امنیتي ځواکونو او عامو خلکو په همکارۍ د همدې سيمې روغتون ته لېږدول شوي دي.