slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د سند په اړه د هند د دفاع وزیر وروستۍ څرګندونې غندلې او هغه یې د سیمه‌ییز امن لپاره ګواښوونکې بللې دي. د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، دغه ډول څرګندونې د نړۍوال قانون، پېژندل شویو سرحدونو او د دغه هېواد د خپلواکۍ خلاف دي.

د هند دفاع وزیر تر دې وړاندې ویلي و، د پاکستان سند ایالت سره له دې چې اوس د هند برخه نه‌دی؛ خو سرحدونه بدلېدای شي او کېدای شي سبا بېرته د هند برخه وګرځي. راجنات سېنګ ویلي و، د تمدني اړیکو له مخې به سند هېڅکله د هند له لرغوني هویت څخه جلا نه وي.

د دغه څرګندونو په غبرګون کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت غوښتنه کړې، چې له دغه ډول څرګندونو باید ډډه وشي.