کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت؛ پکتیکا کې د غنمو د ننداریزو کروندو جوړولو په موخه بزګرانو ته مرستې ووېشل شوې.
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د سروضې او یوسف خېلو په ولسوالیو کې پر یو شمېر بزګرانو د غنمو د ننداریزو کروندو جوړولو په پار د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشلي.
د یاد ریاست د معلوماتو له مخې دا مرستې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیایي بودیجې له لارې برابرې شوې دي.
د خبرپاڼې په حواله د پروګرام موخه د بزګرانو د کرنیزو مهارتونو لوړول، د اصلاح شوو تخمونو ترویج، د سرې مؤثر استعمال او د غنمو د حاصلاتو زیاتوالی بلل شوی دی.
په دې لړ کې هر بزګر ته ۲۵ کیلوګرامه د غنمو اصلاح شوی تخم، ۲۵ کیلوګرامه توره سره او ۵۰ کیلوګرامه سپینه سره ورکړل شوه.
پکتیکا کې د کرنې ریاست مسوولین وایي، د ننداریزو کروندو د جوړولو دا هڅه به بزګرانو ته د معیاري کرنې عملي زده کړه ورکړي او د هغوی د اقتصادي وضعیت په ښهوالي کې به مرسته وکړي.
دغه اقدام د کرنې د معیاري تګلارو د پلي کېدو او د غنمو د تولید زیاتوالي پر لور یو مثبت ګام ګڼل کېږي.


