slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په مشرۍ د لوړپوړي دولتي پلاوي په ګډون، پکتیا ولایت کې د سوېل ختیځ زون په کچه د ځنګلونو د ساتنې او د شنو ونو وهلو د مخنیوي لپاره پراخه ولسي غونډه جوړه شوه.

دغه غونډه چې د جرګو تالار کې ترسره شوه، د پکتیا، خوست، لوګر او پکتیکا ولایتونو والیانو، امنیه قوماندانانو، د استخباراتو رییسانو، د کرنې ریاستونو مسؤلینو او ګڼ شمېر قومي مشرانو په کې ګډون کړی و. ګډونوالو په خپلو ویناوو کې ټینګار وکړ، چې ځنګلونه د هېواد ملي شتمني ده او ساتنه یې د ولس او حکومت ګډ مسؤلیت دی.

د کورنیو چارو وزارت لومړي مرستیال مولوي محمدنبي عمري وویل، د سوېل ختیځ ولسونو قربانۍ او جهادي خدمتونه د قدر وړ دي او اسلامي امارت به د دوی د ژوند د اسانتیاوو لپاره عملي ګامونه پورته کړي. هغه زیاته کړه، د غرنيو سیمو د خلکو د اړتیاوو د پوره کولو په موخه یوه ځانګړې کميټه جوړه شوې چې ډېر ژر به عملي کار پیل کړي.

ورته مهال د کرنې وزیر مولوي عطاءالله عمري وویل، د سون توکو د بدیلو لارو موندلو او د ځنګلونو د خوندیتابه لپاره به په ولایتونو او ولسوالیو کې ځانګړې کمېټې جوړې شي. نوموړي زیاته کړه، اسلامي امارت ژمن دی، چې د هېواد د طبیعي شتمنیو د ساتنې ترڅنګ، خلکو ته اړینې اسانتیاوې برابرې کړي.

غونډه کې د غرنيو سیمو قومي مشرانو له مسؤلینو سره ستونزې شریکې کړې او ژمنه یې وکړه چې د ځنګلونو د ساتنې په برخه کې به له حکومتي بنسټونو سره هر اړخیزه ملتیا کوي.