امریکا یو بل تن هم په دې هېواد کې د داعشو د ملاتړ په تور نیولی.
د امریکا د کورني امنیت وزارت اعلان کړی چې د ورجینیا په وینزبورو ښار کې یې د جانشاه ساپي په نوم یو افغان تبعه د داعش خراسان ډلې د ملاتړ په تور نیولی دی. چارواکي وايي، نوموړی په ۲۰۲۱ کال کې د جو بایډن د «متحدینو هرکلی» پروګرام له لارې امریکا ته انتقال شوی و.
د کورني امنیت وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي چې جانشاه ساپی د امریکا له خاورې سره نږدې د «ترهګریز ملاتړ» په فعالیتونو کې ښکېل بلل شوی او د لنډمهاله خوندیتوب حالت (TPS) لپاره یې غوښتنه هغه وخت رد شوې وه چې اړوند پروسه د امریکا د کورنیو چارو وزارت لغوه کړه.
د کورني امنیت وزیرې کریسټي نوم د نیول شوي کس په اړه ویلي:
«نن زموږ افسرانو یو بل ترهګر ونیوه چې داعش–خراسان ته یې مادي ملاتړ برابرولو. دا کس د بایډن ادارې د متحدینو د پروګرام له لارې امریکا ته راوستل شوی و. هغه د پلازمېنې څو میله لرې ونیول شو.»
هغې پر بایډن اداره توندې نیوکې کړې او وویل چې د حکومت د سترو تېروتنو له امله نږدې ۱۹۰ زره افغانان په بېړنۍ توګه امریکا ته داخل شوي «پرته له دې چې په بشپړه توګه تصدیق شي چې دا کسان څوک دي او ولې امریکا ته راځي».
د ټرمپ ډلې تر دې وړاندې هم د بایډن حکومت پر کډوالۍ پالیسۍ په ځانګړي ډول د افغانانو د لېږد پروسې جدي نیوکې کړې وې.
دا پېښه په داسې حال کې را منځته کېږي چې د نومبر په وروستیو کې امریکایي چارواکو دوه نور افغانان هم نیولي وو: رحمانالله لکڼوال په واشنګټن کې د ملي ګارډ د غړو د ډزو په تور، او محمد داوود الکوزی په ټکساس کې د ټیکټاک له لارې د ترهګریزو ګواښونو د خپرولو په تور.
امریکایي چارواکي وایي، روانې څېړنې به دا روښانه کړي چې د جانشاه ساپي قضیه تر کومه بریده له داعش خراسان ډلې سره تړاو لري.


