د کورنیو چارو وزارت سرپرست کاپیسا ته په سفر لاړ.
د کورنیو چارو وزارت سرپرست خلیفه سراجالدین حقاني د شهیدانو د ویاړ په مناسبت جوړې شوې غونډې د ګډون په موخه کاپیسا ولایت ته سفر وکړ. یاده غونډه د ولایت مقام په تالار کې ترسره شوه، چې پکې د کاپیسا والي قاري بریال، د ولایت مرستیال، د علماوو شورا غړي، امنیتي مسؤلین، د شهیدانو د کورنیو استازي او ګڼ شمېر منسوبین حاضر وو.
د غونډې په پیل کې د کاپیسا والي د خلیفه صاحب سفر د افتخار وړ وباله او د جهادي دورې د لاسته راوړنو، اتفاق او بریا یادونه یې وکړه. نوموړي د اسلامي امارت د حکومت بریالیتوب د ملت یووالي او همغږۍ پایله وبلله.
خلیفه سراجالدین حقاني د کاپیسا ولسونو او مجاهدینو د قربانیو، اتلولیو او ثابتقدمي ستاینه وکړه او ویې ویل چې د دوست او دښمن دواړه دا حقیقت مني چې کاپیسا د خپلواکۍ د مبارزې یو مهم میدان و. نوموړي زیاته کړه، چې د اسلامي امارت واکمني یوه الهي آزموینه ده او دا مسؤلیت باید په اخلاص سره ترسره شي.
هغه مجاهدینو ته توصیه وکړه چې د حکومت ثبات، مؤثرو خدماتو او مسؤلانه چلند لپاره هلېځلې وکړي، او له خپلو صلاحیتونو څخه باید شرعي او سالمه استفاده وشي.
د کورنیو چارو وزارت سرپرست وویل چې د عمومي عفوې فرمان په تېرو څلورو کلونو کې په مؤثر ډول پلی شوی، او اوس هېواد کې امنيت تامین شوی، اسلامي او ملي ګټې خوندي دي، او د کلونو پخوانۍ دښمنۍ ځای یې دوستي او ورورګلوي نیولې ده.
هغه د نظر اختلاف یو طبیعي حالت وباله، خو ټينګار یې وکړ چې ټول باید د هېواد جوړونې او د اسلامي شریعت حاکمیت لپاره ګډ کار وکړي. خلیفه صاحب د مسؤلیتونو د سم مدیریت لپاره د ظرفیت لوړونې پر اړتیا هم ټینګار وکړ او زیاته یې کړه: "تل باید د زدهکړې په حال کې ووسو او د علم پر بنسټ خپلو دندو ته وده ورکړو."