slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

خبرپاڼه وايي چې د دغه سړک د رغنيزو چارو د پرانيستې مراسمو ته د اطلاعاتو او فرهنګ رياست رئيس محمد عبدالحي "سباوون" د خبرو پر مهال وویل؛ چې د ا.ا.ا اسلامي نظام د نورو هېوادونو په څېر د ټولو هېوادوالو په ملاتړ او ملتيا د خپل سوځېدلي او کړېدلي هېواد بیارغولو او پرمختګ ته ژمن دی او تل يې په لټه کې دی.

د فراه والي مولوي غوث الدين "رهبر" بيا د يرغلګرو پر وړاندې د ولسي وګړو د قربانيو د ستاينې ترڅنګ له ټولو ولسي وګړو څخه د اسلامي نظام د لا پايښت او هېواد د پرمختګ هیله هم څرګنده کړه او ټولو ولسي وګړو ته يې ډاډ ورکړ، چې د ا.ا.ا ټول مسؤلين د هېواد د پرمختګ او ودانولو لپاره ولاړ دي.

ښاغلي "رهبر" همدارنګه فراهي وګړو ته د شيخ ابونصر فراهي بندر د سړک د رغنيزو چارو د بشپړيدو، د زوريانو د کانال، فراه ـ فراهرود لويې لارې د دوهمې لايحې، ګلستان او پرچمن ولسواليو د سړکونو د رغولو زيری هم ورکړ او زياته يې کړه، چې په نږدې راتلونکي کې به يې رغنيزې چارې پيل شي.

 بلخوا د فراه ښاروال مفتي سردار محمد "مرصاد" بيا وویل؛ ياد سړک د ۲۹ ميليونه، ۸۹۹ زره او ۷۹۱ افغانيو په ارزښت د فراه ولایت مقام له لوري د عسکر اباد له پل څخه پيل بيا د ريګي کلي تر ځنځیر پورې د يو زر او ۷۰۰ متره په اوږدوالي او ۴۰ متره سور په درلودلو د ۶ مياشتو په موده کې جوړېږي، چې له جوړيدو سره به يې فراهي وګړو ته ګڼې اسانتياوې رامنځته شي.

نوموړي همدارنګه د ولسي وګړو د استملاک له هغې قربانۍ څخه، چې د عسکر اباد سړک ته څېرمه يې شخصي ملکيتونه بښلي، مننه وکړه او دا يې د دوی د هېوادنۍ مینې، بشپړ يووالي او له شته حکومت څخه د هر اړخيز ملاتړ ښکارندويې وبلله. بل خوا د حاجي حبيب الله "نورزي" او حاجي محمد رسول په نومونو دوو تنو قومي مخورو بیا ياد سړک د فراهي ولس د کلونو کلونو ارمان، ښاري ښکلا، ګڼې ګوڼې او ترافيکي پيښو مخنيوی وبلل او له لوړو پوړو چارواکو څخه يې د نورو ورته پروژو غوښتنه هم وکړه.

بايد وويل شي، چې په ياد سړک د هرات، نيمروز، هلمند، کندهار او آن د کابل ولایت د وګړو د تګ ترڅنګ د فراه ولایت د بالابلوک، پشترود، فراهرود، بکواه، خاکسفيد، پرچمن او ګلستان ولسوالیو وګړي هم تګ راتګ کوي‌.