slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د بلخ والي او د ازبکستان د سرخان‌دریا ولایت د چارواکو ترمنځ د یو ګډ تفاهم له مخې، ازبکستان ژمنه کړې چې د افغانستان له بېلابېلو ولایتونو څخه به تازه مېوې او سبزیجات وارد کړي او د هوايي دهلېز له لارې یې چین، روسیې، هندوستان او نورو هېوادونو ته صادر کړي.

د سرخان‌دریا والي د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا په تړاو ویلي:

> «تاسو خپل ولس ته اطمینان ورکړئ، که څوک پر تاسو دروازې بندوي، موږ د اسلامي امارت او د افغان ولس ترڅنګ ولاړ یو.»

نوموړي زیاته کړه، چې ازبکستان نه یوازې د افغان کرنیزو محصولاتو د اخیستو چمتووالی لري، بلکې له افغانانو سره به په ګډه کار هم وکړي، څو د افغانستان د کرنیزو توکو لپاره نړیوال بازارونه وموندل شي.

دغه نوې ژمنه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا، سیمه‌ییزو اړیکو د پیاوړتیا او د افغان کروندګرو د اقتصادي پیاوړتیا په لور یو مهم ګام بلل کېږي.

دغه پرمختګ په داسې حال کې شوی، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ ټولې ترانزیتي او تجارتي لارې تړل شوې دي. د افغان سوداګرو او کروندګرو په وینا، د پاکستان د بندیزونو له امله ډېری تازه مېوې د خرابېدو له ګواښ سره مخ دي.

ازبکستاني چارواکي وایي، غواړي د دغه اقدام له لارې نه یوازې د دواړو هېوادونو سوداګري پراخه کړي، بلکې د منځنۍ اسیا او جنوبي اسیا ترمنځ د سوداګرۍ لپاره یوه باثباته او دوامداره لاره هم رامنځته کړي.