slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د پاکستان د پنجاب ایالت چارواکي وایي چې د چناب سیند د اوبو د زیاتوالي له امله د جلال‌پور پیرواله په سیمه کې یو بند درزونه کړي او له امله یې لسګونه کلي تر اوبو لاندې تللي دي.

د چارواکو په وینا، په سیمه کې بیړنی حالت اعلان شوی او خلک د ژغورنې لپاره د خپلو کورونو بامونو ته ختلې دي.

ځايي ادارې د مرستو ټیمونه استولي، خو د اوبو د کچې لوړوالي د خلکو د ژوند او مالونو لپاره جدي ګواښ رامنځته کړی دی.