مزارشریف ښار کې یوه اورلګېدنه د ځايي امنیتي او د اوروژنې ځواکونو له لورې مهار شوې
د بلخ ولایت مزارشریف ښار څلورمې حوزې په مربوطاتو کې د قران شریف چوک ته نږدې د مېوې مارکټ دننه اور لګېدنه رامنځته شوې، چې د اطفایې د مسلکي پرسونل لخوا اور مهار شوی ځاني تلفات نسته الحمدلله مالي زیان اوښتی دی چې د (۵۵۰۰۰۰) پنځه لکه او پنځوس زره افغانیو په اندازه مالي زیان یې اړولی دی چې تقریباً (۵۰۰۰۰۰۰)پنځه میلونه افغانیو په اندازه اجناس د اور له سوځیدو څخه ژغورل شوي دي.
د اور لګېدنې لامل د برق شارټي ښودل شوی.