د ټرمپ په منځګړيتوب؛ هند او پاکستان اوربند ته غاړه کېښوده.
د تازه راپورونو پر اساس د پاکستان او هند ترمنځ پر اوربند هوکړه وشوه.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرخپله اېکس پاڼه لیکلي، پاکستان او هند سره له خبرو او منځګړتوب وروسته دواړه خواوې په بشپړ او
سمدستي اوربند رضا شوې.
ټرمپ له دواړو هېوادونو مننه کړې چې هوښیارتوب یې وکړ.