د روږدو کمښت؛ څه باندې ۱۵۰ تنه د درملنې په موخه روغتيايي مرکز ته ور پېژندل شوي
د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې معينيت وياند علا محمد مدني پوليس راډیو ته ويلي، د کابل ولايت اړوند د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مديريت منسوبینو په مرسته د کابل ښار له بيلابيلو سیمو څخه ۱۵۲ تنه روږدي راټول او د درملنې په موخه د امید روغتيايي مرکز ته ورپیژندل شوي دي.