مالیې وزارت؛ د تقاعد د حقوقو د ورکړې لړۍ پیلوو.
د مالیې وزارت د تقاعد او حقوقو عمومي ریاست له لوري د متقاعدو کارکوونکو د حقوقو د ورکړې بهیر پیل شو. دغه پروسه د امیرالمؤمنین ح.ف.د فرمان پر بنسټ او د متقاعدینو د حقونو د خوندیتوب په موخه عملي کېږي.
د مالیې وزارت وایي چې د تقاعد شویو مدني او نظامي کارکوونکو حقوق به له ځانګړو مرکزي دفترونو او ښاروالیو سره په همغږۍ منظم توزیع شي. د یادې پروسې په لومړي پړاو کې د هغو متقاعدینو حقوق ورکول کېږي چې د اړوندو محاکمو او ادارو اسناد یې بشپړ کړي او د مالي وزارت د تقاعد او حقوقو عمومي ریاست ته یې وړاندې کړي وي.
چارواکي زیاتوي چې دغه لړۍ به په تدریجي ډول ټولو مستحقو متقاعدینو ته پراخه شي. د مالیې وزارت ډاډ ورکړی چې د تقاعد د حقوقو د شفاف، منظم او عادلانه ورکړې لپاره به له اړوندو ادارو سره هر اړخیزه همغږي روانه وساتي.