slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

مالیې وزارت خبر خپور کړی، چې د دې وزارت د پالیسۍ معین انجنیر سلطان محمد زبیر د ایران هیواد د بهرنیو چارو وزرات د اقتصادي همغږۍ دفتر له عمومي رئیس محمد رضا نظري او مل پلاوي سره د دغه وزارت د پالیسۍ په معینیت کې کتلي.

په‌دې کتنه کې د دواړو هیوادونو تر منځ پر ګمرکي مسايلو، د دوه اړخیزو اقتصادي همکاریو پر لا پیاوړتیا او د دواړو هیوادونو تر منځ د اقتصادي همکاریو د ګډ کمېسیون د وروستیو هوکړو د پلي کولو پر موضوعاتو خبري شوې دي.

په دې کتنه کي دواړه خواوې د ګډو اقتصادي همکاریو د لا پراختیا په برخه کي د یو لړ مهمو اقداماتو د ترسره کولو په موخه وروستۍ هوکړې ته رسېدلي، چي ورسره به د دواړو لوریو ګډې اقتصادي اړیکې لا پراختیا ومومي.