د باباجي ولسوالۍ او لښکرګاه ښار دخولي دروازې چاري د لښکرګاه ښاروالۍ او بارک هلمند صنعتي شرکت په ګډه همکارۍ پیل شوې.
د هلمند ولایت اړوند باباجي ولسوالۍ او لښکرښار د خولي دروازي جوړولو چاري د يو غونډي په ترڅ کي د دوه اړخیزه تفاهم ليک لاسليکولو سره پیل شوې.
لښکرګاه ښاروال د ياد شرکت مسؤول الحاج نقيب الله حقمل څخه مننه وکړه چي د ښار په رغوونه کي همکاري کوي؛ده وویل: چي نور تجاران هم باید ورته اقدام وکړي او د ښار په آبادۍ او رغوونه کي برخه واخلي.
دهلمند بارک صنعتي شرکت استازي په خپلو خبرو کي وويل: موږ هڅه کوو چي د هېواد په بيا رغوونه کي فعاله ونډه واخلو او کوښښ به کوو چي دې ته ورته نوري د بیا رغوني پروژې هم پلي کړو.
د یادي سیمي دوه تنه اوسېدونکو د خپلو خبرو پرمهال زیاته خوښي وښوده چي دوی ته داسي پروژې پلي کیږي او پکښي د کار زمېنه ورته برابریږي.
دیادولو ده چي لښکرګاه ښاروالي دې ته ورته نوري پروژې هم په ګډه همکارۍ پلي کړي دي