slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د خوست ولايت مرکز اړوند مرمنډۍ سيمې اوسيدنکی خالد قرار چې کليوالو يې هم ملا ورسره تړلې خپلې سيمې ته نېږدې دوه کيلو متر سړک جوړولو کار روان کړی. دوی وايي،  ياد سړک چې وړاندې پرې د موټرو تګ ستونزمن ؤ په جوړيدو به د سيمې اوسېدونکو ډېری ستونزې ور حل کړي.

د خالد په نومي کس د وطني احساس له مخې د کليوالو په همکارۍ د  نېږدې دوه  کيلو متره سړک جوړولو تابیه نېولې.
نوموړی وايي، دغه سړک چې وړاندې ډېر خراب ؤ پلان لري چې موټرو د تګ راتګ لپاره پرې جغل واچوي   او موټر چلوونې ته يې اماده کړی.

ځايي اوسېدونکي بيا وايي، سیمې ته دغه لار به د بارانونو ورېدو او زياتو اوبو پر وخت به د پياده تګ نه وه او د موټرو چلول به هم ستونزمن ؤ.
دوی وايي،  چې د نورو ځوانانو سره په يو ځای يې ددغه خامه لرې جوړونه پيل کړې.
دغه کسان په نورو سيمو کې له ځوانانو او بډايه کسانو غوښتنه کوي،  چې خپلو سيمو کې د خلکو اړتياوې خپله ورپوره کړي.
 
په دغه سړک نېږدې نهه سوه کورنۍ تګ راتګ.
د خوست په يو شمېر نورو سيمو کې هم ځوانانو په خپل شخصي لګښت پلونه،  سړکونه او د برېښنا لېټونه لګولي چې تر ډېره د سيموالو ستونزې ورسره حل شوي.