د سرحدي پولیسو لوی ریاست؛ حزب الله افغان د دې ریاست د نوي ریس په توګه منسوبینو ته رسماً پېژندل شوی.
د سرحدي پولیسو لوی ریاست پولیس راډیو ته په یوه استولې خبرپاڼه کې ویلي، چې حزب الله افغان د دې ریاست د نوي ریس په توګه د یاد ریاست منسوبینو ته ورپېژندل شوی.
ښاغلی افغان نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د دې ریاست د نوي ریس په توګه پېژندل شوی، چې په پېژند غونډه کې یې د کورنیو چارو وزارت د دفتر لوی ریس مولوي زین الله عابر په ګډون ګڼو چارواکو ګډون کړی و.
د سرحدي پولیسو نوی ټاکل شوی ریس په خپلو پیلنیو خبرو کې ویلي، چې د سرحدی پولیسو د پرمختګ په موخه به شپه او ورځ خپله دنده د کورنیو چارو وزارت د مشر تابه تر لارښونی او د سرحدی پولیسو د لوی ریاست د ټولو منسوبینو په همکاری سرته رسوي او په دې برخه کی هر ډول قربانیو ته چمتو وي.
په خبرپاڼه کې وړاندې راځي چې د همدې ریاست پخواني ریس په خپلو ویناوو کې د خپلې کاري مودې پر مهال له ټولو هېوادولو، مشرانو او همکارو منسبینو مننه کړې چې وخت ناوخت یې په رسمي چارو کې نوموړي ته نېکې سلامشورې ورکړې دي. له دې سره په څنګ کې نوموړي له مشرانو او منسوبینو غوښتي ترڅو د دې ریاست له نوي ریس څخه خپلې همکارۍ او نېکې مشورې ونه سپموي.
د یادې پېژند غونډې په پای کی د سرحدی پولیسو پخوانی رئیس او د کابل نړیوال هوایی ډګر د سرحدی پولیسو پخوانی قوماندان ته د سرحدی پولیسو له خوا جوړ شوي ستاینلیکونه د مولوی زین الله عابر او مولوی حزب الله افغان لخوا ورکړل شوي.