slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت  په ننګرهار او خوست ولایتونو کې د پاکستاني ډرون بریدونو وروسته په کابل کې د پاکستان سفیر ورغوښتی او اعتراض لیک یې ورسپارلی دی. یاد وزارت ټینګار کړی چې دا ډول اقدامات به له جدي عواقبو سره مخ وي.

د بهرنیو چارو وزارت په خپره کړې اعلامیه کې ویلي، په وروستیو بریدونو کې درې ملکي وګړي وژل شوي او اووه تنه نور ټپیان شوي دي. سرچینه زیاتوي چې د پاکستان له خوا د افغانستان د فضایي حریم سرغړونه او د ډیورنډ کرښې ترڅنګ پر ولسي خلکو بمباري د افغانستان د خپلواکۍ ښکاره نقض ګڼل کېږي.

اعلامیه زیاتوي چې افغان لوري د پاکستان دا اقدام په سختو ټکو غندلی او دا یې یو «تحریکوونکی عمل» بللی دی.

د وزارت په وینا، د پاکستان استازي ته څرګنده شوې چې د افغانستان د خاورې او هوايي حریم ساتل د اسلامي امارت لپاره «سره کرښه» ده او که ورته کړنې تکرار شي، د پایلو مسوولیت به یې د پاکستان پر غاړه وي.