slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د هرات د کور او ښار جوړولو ریاست رئیس، انجنیر عبدالله اکبري، وایي چې د دغه ریاست تخنیکي ټیم د زیر کوه ولسوالۍ د اداري تعمیر د ودانیزو چارو څارنه وکړه.

ښاغلي اکبري زیاته کړه چې د ولایت د محترم مقام په هدایت یې د دې ولسوالۍ ټولې ودانیزې چارې له نږدې وکتلې او د قرارداد شرکت مسؤلینو ته یې لازمې سپارښتنې وکړې. هغه ټینګار وکړ چې چارې باید د نقشه او شرطپاڼې سره سم، په لوړ معیار او کیفیت تر سره شي.

دغه څارنه د دې لپاره شوې چې د اداري ودانۍ جوړولو کارونه په ښه توګه پر مخ ولاړ شي او په ټاکلې مودې کې بشپړ شي، ترڅو د ولسوالۍ د اداري چارو د ښه ترسره کولو زمینه برابره شي.