هند او افغانستان به په نوي ډهلي او کابل کې خپل سوداګریز استازي وګماري.
د هند د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې کابل او نوی ډیلي پرېکړه کړې چې په خپلو سفارتونو کې د سوداګرۍ ځانګړي استازي وګماري. د هندي رسنیو د معلوماتو پر بنسټ، د دغه وزارت یو چارواکي «انند پرکاش» ویلي چې د پرېکړې له تطبیق سره به افغانستان وکولی شي په نږدې راتلونکي کې خپله سوداګریزه اتشه هند ته معرفي کړي.
دغه موضوع هغه مهال مطرح شوې چې د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزیر، نورالدین عزیزي، د هند د بهرنيو چارو له وزیر جی شنکر سره په کتنه کې د اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې دي.
د سرچینو په وینا، ټاکل کېدونکي سوداګریز اتشې به د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د ښه همغږۍ او د نوي فرصتونو د رامنځته کولو لپاره کار کوي.
اسلامي امارت تر دې دمه د یادې پرېکړې په اړه رسمي دریځ نه دی څرګند کړی.
دا په داسې حال کې ده چې د وزیر عزیزي سفر لا هم روان دی او نوموړی د هند له یو شمېر لوړپوړو چارواکو سره لیدنې کوي. تر دې وړاندې د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي هم هند ته تللی و، او په وروستیو میاشتو کې د کابل او نوي ډیلي اقتصادي اړیکې په محسوس ډول پراخې شوې دي.
ورته مهال د پاکستاني رسنیو په حواله پاکستان رسماً له افغانستان سره خپلې سوداګریزې اړيکې پرې کړې دي.


