ننګرهار عدلیې ریاست؛ له دې وروسته دې مرستو ویشلو پر مهال خیریه بنسټونه د ښځو انځورونه نه اخلي.
د ننګرهار عدلیې ریاست له ټولو خیریه بنسټونو غوښتي، څو د مرستو د وېش پر مهال اسلامي او افغاني ارزښتونه بشپړ رعایت کړي او د خلکو حساسیتونه دې په پام کې ونیسي.
عدلیې ریاست په خبرتیا کې په کلکه ټینګار کړی، چې د مرستو د وېش پر مهال د مېرمنو عکاسي منع ده او خیریه بنسټونه باید له داسې کړنو ډډه وکړي چې د عامو خلکو د باور او احساساتو خلاف وي.
دغه اقدام وروسته له هغې مخې ته راغی، چې په تېرو ورځو کې ګڼو خلکو د خیریه بنسټونو لخوا د کورونو او په ځانګړي ډول د مېرمنو د انځور اخیستلو او ویډیوګانو پر وړاندې اعتراض کړی و. حکومت د خلکو دغو غوښتنو ته په پام دغه سپارښتنه کړې ده.
د عدلیې ریاست چارواکي وايي، هدف یې د مرستو د وېش پر مهال د شفافیت ساتل، د خلکو عزت خوندي کول او د ټولنې د فرهنګي ارزښتونو رعایت دی.