slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د بلخ ولايت وياند حاجي زيد د ياد ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له قوله ويلي،چې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د بلخ د والي الحاج ملا محمد یوسف وفا په همغږۍ، د یو خیریه بنسټ لخوا ددې ولايت ۱۴۷ د شهیدانو، معلولينو او اړمنو کورنیو سره د ۲ میلیونه ۴ لکو ۹۲ زره افغانیو په ارزښت نغدي مرسته ترسره شوه چې ۷۰ کورنۍ يي کونډې او معلولین او همدارنګه ۷۷ کورنۍ په کې یتیمان دي. 


د حاجي زيد په وينا چې د کونډو او معلولینو هرې کورنۍ ته ۱۸ زره افغانۍ او د یتیمانو کورنیو ته ۱۶ زره افغانۍ وويشل شوې، چې له دې سره به د شهیدانو، معلولینو او یتیمانو کورنیو یو شمیر ستونزې هوارې شي.