slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

امنیتي‌ ځواکونو د بلخ ولایت په شولګرې ولسوالۍ کې په واوره کې ایسارې لس کورنۍ او د هغوی څاروي ژغورلي دي. د یاد ولایت د والي ویاند حاجي زید باختر آژانس ته ویلي چې امنیتي ځواکونو د شولګرې ولسوالۍ په بچه قاک سیمه کې په واوره کې ایسارې لس کورنۍ او د هغوی څاروي یې ژغورلي دي. نوموړي زیاته کړه، چې ژغورل شویو کسانو ته لومړنۍ مرستې او څارویو ته یې خوراکه رسول شوې ده. د یادونې وړ ده، چې امینتي ځواکونو د هېواد په ګوټ ګوټ کې په واورو او سېلابونو کې بند پاتې سلګونه کسان او زرګونه څاروي، چې د مرګ له ګواښ سره مخ وو ژغورلي دي.