slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د کورنيو چارو وزارت سرپرست ښاغلی خليفه سراج الدين حقاني غزني ته د سفر په ترڅ کې د دې ولايت له سيمه ييزو چارواکو، علماوو، قومي مشرانو، مخورو او ګڼ شمېر ځوانانو سره وکتل.د ناستې په پيل کې د غزني والي محمد امين عمري دې ولايت ته د خليفه سفر ستر وياړ وباله او غزني کې د مېشتو خلکو په استازيتوب يې د ياد وزارت له هڅو او همکاريو څخه مننه وکړه.نوموړي له ګاونډيو هيوادونو څخه په زور راستنېدونکو افغان مهاجرو لپاره د لنډمهالې سرپناه په اړه د حکومت د چوپړتياوو په اړه معلومات وړاندې کړل او ياد ولايت کې يې له مېشتو خلکو وغوښتل، چې له راستنېدونکو هيوادوالو سره مرسته وکړي. د غزني ولايت د مرافعي محکمي رئيس شېخ عبدالرحمن هيواد کې د عدل او انصاف په اړه و ويل: اسلامي امارت د عدالت، انصاف او روڼوالي نظام دی او زياته يې کړه، چې دغه اوصاف د اوسني نظام د پايښت ضمانت کوي.غزني کې د مېشتو شيعه هيوادوالو مشر سيد ګل محمد معتمدي، د دې ولايت تاريخي دورې ته په اشارې سره وويل: غزني له زرګونو کلونو راهيسې د اسلامي تمدن مرکز، د محمود او سنايي په شان د سترو شخصيتونو ټاټوبی دی .د خپلو اسلامي او تاريخي ارزښتونو له مخې ځانګړي ځای لري.قومي مشر حاجي محمد اکرم، د اسلامي نظام د ټينګښت په موخه د غزني ولس د ورکړو قربانيو يادونه وکړه او د اوسني نظام د پايښت او د هيواد د پرمختګ په موخه يې د بشپړ ملاتړ او هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.د سوداګرو او صنعتکارانو په استازيتوب سخي داد فايق وويل: د اوسني نظام د بريا اصلي سرچينه له خلکو سره مستقيمه اړيکه ده، په وينا يې امنيت د بل هر وخت په پرتله ښه شوی او د قانون يو شان پلي کول يې د هيواد د پرمختګ لپاره اړين وبلل، نوموړي د ستونزو د هواري په موخه د لازمو آسانتياوو د رامنځ ته کېدو غوښتنه وکړه. خليفه صاحب دې ولسي ناستې ته په وينا کې وويل: د افغانانو د مېړانې او د ځوانانو د سپېڅلې ارادې او زړورتيا په برکت موږ د يوه ملت په توګه د افغانستان خپلواکي ترلاسه کړه. هر افغان بايد د هيواد د پرمختګ په برخه کې پوره ونډه واخلي، ترڅو د آزادۍ او خپلواکۍ د نعمت شکرانه اداء کړو.په وينا يې بل هر وخت ته په کتو هيواد کې د بيارغاونې او آبادۍ چارې ګړندۍ شوي، جګړه پر امن بدله شوې او د خپلسرو کړنو او ګډوډۍ پر ځای خپلواک او وارث نظام رامنځ ته شوی دی.د ښاغلي حقاني په خبره: که څه هم د پاکستان ولس او علماوو د دواړو انقلابونو پر مهال له افغانانو سره ښه چلند وکړ، خو د افغان کډوالو په جبر د را ايستلو په اړه يې د حکومت وروستۍ پرېکړې د افغانانو په ګډون ټول لوري او اړخونه خفه کړل. د ياد هيواد دا ناعادلانه پرېکړه او پلان له ګڼو کورنيو او بهرنيو نيوکو سره مخ شوې اوهېڅ راز قانوني توجېه نه لري.خليفه صاحب دغه راز له سوداګرو، بډايو او عامو هيوادوالو وغوښتل ،چې د راستنېدونکو افغان کډوالو لاسنيوي وکړي او دغه راز د سرپناه پر رامنځ ته کېدو سربېره په سوداګريزو چارو کې نرمي او ارزاني ورسره وکړي.ښاغلي حقاني د افغانانو ترمنځ پر نرم چلند، تحمل او ورورګلوۍ ټينګار و کړ، له مسئولينو يې و غوښتل، چې د قدرت تر اغېزې لاندې رانشي او له خلکو سره ښه چلند او تعامل و کړي.