د ټرمپ وروستۍ څرګندونې – آیا اوکراین کولای شي ټولې نیول شوې سیمې بیرته ترلاسه کړي؟
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ملګرو ملتونو د عمومي شورا غونډې پر مهال، د اوکراین له ولسمشر ولودیمیر زیلنسکي سره تر لیدنې وروسته وویل چې اوکراین کولای شي د خپلو اروپایي متحدینو په ځانګړي ډول د ناټو په مالي او سیاسي ملاتړ ټولې هغه سیمې بیرته ترلاسه کړي چې روسیې ترې نیولي دي.
ټرمپ ټینګار وکړ چې دا کار هغه وخت عملي کېدای شي چې اروپایي هېوادونه د زلېنسکي پراخ مالي ملاتړ وکړي او د اوکراین مشرتابه د صبر او اوږدمهاله تګلارې لار خپله کړي.