ډونالډ ټرمپ؛ اروپا به د کډوالو له لاسه ویجاړه شي.
د
امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ سکاټلنډ ته د خپل څلور ورځني سفر په پر مهال په
اروپا کې د کډوالۍ پر بحران نیوکه کړې او ویلي یې دي چې دا يو ګواښونکی
یرغل دی،باید مخه يې ونيول شي. ټرمپ د ګلاسګو په هوايي ډګر کې د کښته کېدو پر مهال وویل: «که د کډوالۍمخه ونه نیول شي، اروپا به له منځه ولاړه شي.» نوموړي د هغو اروپايي مشرانو ستاینه وکړه چې د ده په وینا د کډوالۍپر وړاندې دریځ لري، خو نومونه یې یاد نه کړل. ټرمپ ټینګار وکړ چې د ده د پالیسیو له امله تېره میاشت هېڅ کډوالامریکا ته نه دی ورغلی.