slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

فراه د بالابلوک ولسوال مولوي فدا محمد سعاد  په استول شوې خبرپاڼه کې وايې؛ چې د دغې ولسوالي په نواباد کلي کې د جان محمد په نوم د يو تن هيواد وال چې په «ملنګ جانان قلندري» پېژندل شوی، په کور کې د چاوديدونکو توکو د چاودنې له کبله د نوموړي او مېرمنې په ګډون يې د کورنۍ پنځو نورو غړو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

خبرپاڼه زياتوي؛ چې په وژل شويو کسانو کې ۵ تنه ماشومان شامل دي.

بايد وويل شي، چې د يادو کسانو له جملي څخه يو تن د سخت ژوبل کيدو له کبله روغتون ته د لېږد او لارې په اوږدو کې ساه ورکړې ده.