بغلان کې هغه کس نیول شوی چې موده وړاندې یې یو بل کس په چاقو وهلی او وژلی یې و.
د بغلان ولایت د امنیه قوماندانۍ پولیسو یو تن کس د قتل په تور نیولی، چې د راپورونو له مخې، پېښه نن ورځ شاوخوا د ماسپښین ۳ بجې د مالي اختلاف له امله رامنځته شوې ده.
د امنیه قوماندانۍ د لومړۍ امنیتي حوزې آمر ملا عبدالوکيل "احمدي" وایي، وژل شوی کس نور آغا نومېږي او د یو ځوان هلک لخوا د چاکو په وسیله وژل شوی دی.
نوموړي زیاتوي، چې قاتل د پېښې له رامنځته کېدو وروسته د لومړۍ امنیتي حوزې پولیسو له خوا نیول شوی او خپل جرم یې منلی دی.
د یادې پېښې په اړه نورې څېړنې او پلتنې روانې دي.